عزیزي بانک د خپلو څانګو د پراختیا او ځای بدلون په لړ کې، دا ځل خپله لغمان څانګه د یاد ولایت مرکز مهترلام بابا ښار، کارته مامورین، قلعه سراج بڼ ته مخامخ د افغان صحت پلازې دوهم پوړ ته ولېږدوله او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېسته وشوه. په یادو مراسمو کې د عزیزي بانک پلاوي پېرودونکو ته د لا هوسا او خوندي چاپیریال او همداراز د غوره خدمتونو په برابرولو ټینګار وکړ. همداراز، د یاد ولایت مشرانو او اوسېدونکو د یادې څانګې د پرانېستلو په پار د عزیزي بانک له پلاوي مننه وکړه.