د عزيزي بانک اجرايوي رييس ښاغلي خان الله يوسفزي
هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت له دولتي چارواکو سره ليدنه وکړه
او د بانکي خدمتونو په اړه يې خبرې وکړې. پدغو ليدنو کې د ياد ولايت له والي ښاغلي
نور احمد اسلام جار، د اقتصاد رییس ملا عبدالقدیر" حاجي ناصر"، د پوهنې
ریاست رییس مولوي رحمت الله جابر، د هرات پوهنتون رییس ابوالحکمت مفتي عبدالغفار او
د برښنا ریاست رییس مولوي خیرمحمد معراج، د خصوصي سکتور استازو، پانګوالو، د
کورنیو او نړیوالو موسسو له مشرانو او استازو سره ليدنه وکړه او په ياد ولايت کې د
عزيزي بانک له لوري د غوره بانکي خدمتونو په وړاندې کولو يې ټينګار وکړ. همدراز, د
ياد ولايت چارواکو د عزيزي بانک د خدمتونو د ستاينې ترڅنګ, د بانکوالی د پراختيا
په پار ځينې وړانديزونه وړاندې کړل. ښاغلي يوسفزي په هرات ولايت کې د عزيزي بانک
کارکوونکو ته لارښوونه او سپارښتنه وکړه چې د هرات ولايت اوسېدونکو، پانګوالو او
سوداګرو ته د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپلې هڅې لا ډېرې کړي.