په افغان-ترکمن نندارتون کې د عزیزي بانک ګډون:

په افغان-ترکمن نندارتون کې د عزیزي بانک ګډون:




عزیزي بانک د افغان-ترکمن په نوم نندارتون کې ګډون وکړ او خپل محصولات او خدمات یې نندارې ته وړاندې کړل. دغه درې(۳) ورځنی نندارتو د افغاني تولیداتو او محصولاتو د نندارې په پار د ترکمنستان په عشق‌اباد ښار کې د ترکمنستان ولسمشر او وزیرانو په ګډون کې پرانیستل شو.
د یاد نندارتون موخه د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سوداګرۍ او راکړې/ورکړې پراختیا او سوداګرو ته د آسانتیاوو رامنځته کول دي. عزیزي بانک په هېواد کې تر ټولو ستر سوداګریز بانک په توګه، تل هڅه کوي چې خپلو هېوادوالو او سوداګرو ته په هېواد کې دننه او بهر کې هر ډول بانکي او مالي غوره خدمات او آسانتیاوې برابرې کړي تر څو خپل واردات او صادرات په خوندي او هوسا توګه ترسره کړي.


 

Contact

Contact us to create bank account or other banking services


Email
customerservice@azizibank.af

Phone
+93 (0) 701 80 15 15 (International)
15 15 (Domestic)

We use cookies to provide a user-friendly experience. By continuing to browse this site, you agree to the use of cookies. To view our cookie policy, click here.