د عزيزي بانک اجرايوي رييس ښاغلي خان الله يوسفزي کنړ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت له دولتي چارواکو، د خصوصي سکتور استازو، پانګوالو، د کورنیو او نړیوالو موسسو له مشرانو او استازو سره ليدنه وکړه او په ياد ولايت کې د عزيزي بانک له لوري د غوره بانکي خدمتونو په وړاندې کولو يې ټينګار وکړ. همدراز, د ياد ولايت چارواکو د عزيزي بانک د خدمتونو د ستاينې ترڅنګ, د بانکوالی د پراختيا په پار ځينې وړانديزونه وړاندې کړل. ښاغلي يوسفزي په کنړ ولايت کې د عزيزي بانک کارکوونکو ته لارښوونه او سپارښتنه وکړه چې د کنړ ولايت اوسېدونکو، پانګوالو او سوداګرو ته د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپلې هڅې لا ډېرې کړي.