عزیزي بانک د صرافۍ خپلکاره ماشینونود فعالولو او نصبولو په لړ کې، خپل (۱۰۲) ماشین د ننګرهار ولایت شهیدانو او معلولینو د ریاست په انګړ کې نصب کړ. دغه ماشین د عزیزي بانک د اجرایوي رییس ښاغلي خان الله یوسفزي، د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي عبدالعزیز مصطفی او شهیدانو او معلولینو رییس ښاغلي محمد صابر ځواک له لوري پرانېستل شو چې موخه یې د یاد ریاست کارکوونکو او مراجعینو ته د آسانتیاوو برابرول دي او عزیزي بانک ژمن دی چې دغه لړۍ جاري وساتي.