عزیزي بانک ګلوبل طبي کمپلېکس سره دوه اړخیزه تفاهم لیک لاسلیک کړ. د دغه تفاهم لیک پر بنسټ، د عزیزي بانک ټول پیرودونکي کولی شي د عزیزي بانک د کارت په ښودلو سره له یاد روغتون څخه مناسب تخفیف ترلاسه کړي. همداراز، عزیزي بانک خپل کیو آر(QR) کوډ په یاد روغتون کې نصب کړ چې پېرودونکو کولی شي د عزیزي بانک د ازي پې(AziPay) اپلېکشن له لارې په هوسا او آسانه توګه خپلې پیسې تادیه کړي.
د روغتون پته: د کارته پروان او برکي څلور لارو ترمېنځ، کابل