عزیزي بانک د غوره خدمتونو او محصولاتو په پار د سوداګرۍ جایزه د کال د غوره بانک په توګه ترلاسه کړه. دغه جایزه د عزیزي بانک د مشرتابه غړي ښاغلي محمد داود وجدان په دوبۍ کې د عزیزي بانک په استازیتوب ترلاسه کړه. د سوداګرۍ جایزه په نړۍ کې د غوره سوداګرۍ ترټولو مهمه جایزه ګڼل کیږي چې د ورلډکاب لخوا په هېواد کې غوره شرکتونو او متشبثینو ته ورکول کیږي.