عزیزي بانک د بانکي خدمتونو د پراختیا او خپلو ګرانو پیریدونکو او هېوادوالو ته د لا غوره اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د پولم خدمتونو (MyMoney)سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه.
د دې هوکړې له مخې، د افغان بېسیم د پولم خدمتونو قدرمن پیریدونکي کولی شي چې د عزیزي بانک په ټولو څانګو کې پرته له ځنډ په اسانه، چټک او خوندي ډول خپلې پیسې اضافه او یا هم ترلاسه کړي.
د دې مهم ګام موخه د ډیجیټلي بانکدارۍ پراختیا او خپلو ګرانو هېوادوالو ته د مالي او بانکي خدمتونو اسانه لاسرسی برابرول دي.
عزیزي بانک — ستاسو د اعتماد وړ بانک