د عزیزی ګروپ د شرکتونو عمومي مشر، ښاغلي میرویس عزیزی، د سرطان ناروغانو د درملنې د روغتون د عملي چارو د پیل په مناسبت خپله وینا وړاندې کړه.
دغه ستره روغتیايي پروژه د سرطان ناروغانو ته د وړیا درملنې ترڅنګ، د زېږنتون او طبي پوهنتون د جوړولو برخې هم رانغاړي، چې موخه یې د هېوادوالو لپاره د معیاري روغتیايي او طبي زدهکړو خدمتونو برابرول دي.